د لاسرسي لېنکونه

د کاسوو پولیس وايي، د اپوزیسیون یو پلوي سیاستوال په مبهم ډول په زندان کې مړ شوی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې پولیسو خپره کړې ده ویل شوي دي چې د عدلي طب له معاینې وروسته به معلومه شي چې د کاسوو د کورواکۍ د غورځنګ د غړي استریت دیهاري د مړینې علت څه دی؟

یاد شوي غورځنګ د دیهاري د مړینې تور د کاسوو پر حکومت لګولی او د رسنیو هغه راپورونه یې رد کړي چې وايي نوموړی د یو ډول وژونکو درملو له خوړلو وروسته په داسې حال کې روغتون ته رسول شوی چې مړ شوی و.

دیهاري او د اپوزیسیون پنځه نور پلویان د سږني کال په اګسټ میاشت کې په پریشتینا کې د کوسوو د پارلمان پر ودانۍ په راکټي حمله کې چې تلفات یې نه درلودل د لاس لرلو په تور ونیول شو.

XS
SM
MD
LG