د لاسرسي لېنکونه

افغان حکومت بهرته د هېواد د صادراتي مالونو د انتقال لپاره د کارګو د سیسټم پر جوړولو کار کوي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي، په دې اړه د اقتصاد په عالي شورا کې بحث وشو.

بیان زیاتوي چې ولسمشراشرف غني غونډې ته وویل، د هوا له لارې د تجارتي مالونو د انتقال یا کارګو هدف د افغانستان د کرنیز سکټور او محصولاتو پیاوړي کول دي چې هند په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی او د سوداګرۍ وزیر وویل، په دې اړه د هوايي شرکتونو او د سوداګرۍ د خونو له استازو سره هم خبرې شوي.

بیان د ولسمشر له قوله زیاتوي چې اریانا افغان هوايي شرکت هم د کارګو د یوې برخې د فعالولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG