د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما کندز کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه تحقیقات کوي.

د کندز چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د کندز ښار په بُز کندهاري سیمه کې هوايي حملو کې ۳۲ ملکي وګړي مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو ویلي، پردې سیمه لومړی بمباري شوې او ورپسې نړیوالو او افغان ځواکونو ځمکني عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې وسله‎والو مخالفینو پرحکومت پلوو ځواکونو حمله کړې.

یوناما وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې د دې پېښې قربانیاننو کې ډیری ښځې او ماشومان دي.

یوناما وايي، د لږترلږه ۲۲ کورونو د ویجاړېدو راپور یې هم ترلاسه کړی دی.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له قوله ویل شوي چې وايي، د ملکي وګړو وژل د منلو وړ نه دي.

تدامیچي یاماماتو ویلي چې دا ډول پېښې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې زیانمنوي.

یاماماتو له نړیوالو ځواکونو غوښتي چې د هوايي حملو پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید لازم اقدامات وکړي.

یوناما همدا راز له چارواکو غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه د خپلواکو، بې پرې او سمدستي تحقیقاتو امکانات برابر کړي.

یوناما د کندز د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو او په راتلونکي کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په مقصد د لازمو اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG