د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

ټرمپ او کلېنټن ځينو ايالتونو کې پر کمپاينونو زيات تمرکز کړى


د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتو لپاره دوو کانديدانو د انتخاباتو تر پيل څه کم ٤٨ ساعته مخکې په ځينو ايالتونو کې پر خپلو کمپاينونو زيات تمرکز کړى دى.

د ډيموکراټ ګوند کانديدې هیلري کلېنټن پرون نيوادا او مشيګان ايالتونو ته سفر وکړ.

د هغې د سټراټيژۍ د برخې مشر جان پوديستا پرون وويل، که مېرمن کلېنټن په ځانګړي ډول په دغو دوو ايالتونو کې مخکې وه، هغه به د امريکا نوې ولسمشره شي.

پوديستا پرون په NBC ټلويزيون کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند پر کانديد ډونالډ ټرمپ تور پورې کړ چې په اصل کې يې د روسيې بهرنۍ پاليسي خپله کړې او د امريکا دوه ګونديزه بهرنۍ پاليسي يې رد کړې ده.

ډونالډ ټرمپ د خپل کمپاين په لړ کې پرون په پنځو ايالتونو فلوريدا، نارت کارولينا، اوهايو، ميني-سوتا او پنسلوانيا کې چې سختې انتخاباتي سيالۍ په کې روانې دي تم شو.

وروسته له هغې چې د امريکا د تحقيقاتو فډرالي ادارې اعلان وکړ چې د مېرمن کلېنټن د اېميلونو په اړه له تحقيقاتو وروسته پر هغه کوم تور نه دى پورې شوى، مېرمن کلېنټن د نظر پوښتنو له مخې په دغو انتخاباتو کې لږه مخکې ده.

XS
SM
MD
LG