د سوریې د وسلهوالو ځواکونو ائتلاف د امریکا د پوځ په ملاتړ له اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش څخه د سوریې د شمالي ښار رُقه د بېرته نیولو لپاره عملیات پرون پیل کړل.
د اسلامي دولت په نوم ډله یا داعش رُقه د خپل اسلامي خلافت پلازمینه بولي.
په داسې حال کې چې داعش ډله د عراق موصل ښار کې هم د عراق د وسلهوالو ځواکونو له درنو حملو سره لاس ګریوان ده، د رُقه عملیات به پر دې ډله فشارونه نور هم زیات کړي دي.
د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو ائتلاف "SDF" چې له کُرد او عرب وسلهوالو ډلو جوړ دی پرون وویل چې د فرات د قهر په نوم عملیات یې پیل کړي دي.
د "SDF" ویاندې جهان شیخ عماد د رُقې له شمال لویدیځې سیمې عین عیسی څخه په یوه پیغام کې پر کورنیو او نړیوالو ځواکونو غږ وکړ چې د داعش د زړه لهمنځه وړلو په عملیاتو کې ګډون وکړي.
ښاغلی عماد وايي:
"رُقه به د دې ښار د خلکو او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د عرب، کُرد او ترکمن ډلو لهخوا د خلکو ساتنې د ځواک او د ښځو د محافظت د قطعو په مرسته او د متحدو ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو په همکارۍ ازاد شي. موږ پر هغو سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو چې د داعش پر ضد جګړه کوي؛ غږ کوو چې د نړیوال ترورېزم د زړه په له منځه وړلو کې برخه واخلي."
تمه ده چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف به د رُقه په عملیاتو کې له هوا څخه د سوریې د هغو وسلهوالو ملاتړ وکړي چې کُرد پیشمرګه جنګیالي هم پهکې شامل دي.
پیشمرګه وسلهوال سوریه کې د داعش ډلې پر ضد په ځمکنۍ جګړه کې د امریکا له ځواکمنو او اصلي متحدانو څخه دي.
د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ائتلاف ویلي دي چې د نړیوال ترورېزم د مرکز څنډې ته کول او بیا د هغه پرځول د دې نویو عملیاتو هدف دی.
تر اوسه روښانه نهده چې د رُقه بېرته نیولو عملیات به د څومره وخت لپاره دوام وکړي.
د یادونې وړده چې د رُقه ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات د سوریې شمال کې د کُردانو د نفوذ پراختیا له کبله د ترکیې د اندیښنو په ګډون په بېلابېلو دلایلو ډېر پیچلي ګڼل کېږي.
ترکیې ویلي چې رُقه کې د داعش پر ضد عملیات به د ترکیې پوځ وکړي، خو د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ائتلاف د پنجشنبې په ورځ وویل، په دې عملیاتو کې د ترکیې ګډون ته به اجازه ورنهکړي.
په همدې حال کې بریتانیا او فرانسې په رُقه کې په روانو عملیاتو کې هوايي ملاتړ ته چمتووالی ښودلی.
د بریتانیا دفاع وزیر پرون وویل، د برېتانیا د شاهي پوځ ځواکونه به د دې پوځي عملیاتو ملاتړ وکړي او زیاته یې کړه چې د هوايي کشف برخه کې مرسته به د رُقه په عملیاتو کې حیاتي رول ولوبوي.
همدا راز د فرانسې دفاع وزیر پرون په یوه مرکه کې وویل، د فرانسې هوايي ځواک به د رُقه په عملیاتو کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو هوايي ملاتړ وکړي.