د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د شربت ګلې پر برخليک د انډيا ټوډې تبصرې


انډيا ټوډې:

هندۍ ورځپاڼې انډيا ټوډې په خپله پرونۍ ګڼه کې د پېژندل شوې افغانې مېرمنې شربت ګلې پر برخليک ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د پاکستاني چارواکي شوکت يوسفزي پر څرګندونو تمرکز شوى چې د يکشنبې په ورځ يې ويلي: شربت ګله به له پاکستان څخه اخراج نه شي.

شربت ګله وروسته له هغې په نړيواله سطحه مشهوره شوه چې ٣١ کاله مخکې يې عکس د نشنل جيوګرافيک مجلې پر پښتۍ خپور شو.

دغه افغانه مېرمنه د لړم يا عقرب مياشتې پر پنځمه چې د اکتوبر مياشتې ٢٦ مه کېږي، د هويت د جعلي اسنادو جوړونې په پلمه د پاکستان د تحقيقاتو د فډرالي ادارې له خوا په نوتيه سيمه کې په خپل کور کې ونيول شوه.

د ورځپاڼې په حواله، د شربت ګلې تر نيول کېدو يوه ورځ وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له هغې فاصله واخېسته او ادعا يې وکړه چې شربت ګله ناراجسټر شوې کډواله ده.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د جمعې په ورځ په پېښور کې د اداري فساد ضد او د کډوالو خاصې محکمې تر پنځلس ورځني بند وروسته د شربت ګلې د اخراج حکم ورکړ او هغه يې يولک او لس زره کالدارو نقدي جريمه هم کړه.

تردغه حکم وروسته، د خيبرپښتونخوا د داخله چارو وزارت د شربت ګلې د اخراج کولو مخالفت وکړ او د دې حکم د عملي کېدو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

انډيا ټوډې ورځپاڼه ليکي، پاکستاني چارواکي وايي، دغه تصميم يې د بشردوستۍ او د افغانستان په باب د ښه نيت له مخې نيولى دى.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، د شربت ګلې عکس چې د نشنل جيوګرافيک د عکاس سټيف مک کري (Steve McCurry) له خوا اخيستل شوى و، په ١٩٨٥م کال د نشنل جيوګرافيک مجلې پر پښتۍ خپور شو. هغه د خپل ژور ليد او شنو سترګو له کبله د کډوالو په نړيوال سمبول بدله شوه.

ستيف مک کري په ٢٠٠٢م کال بيا شربت ګله ولټوله او بيا يې د هغې عکسونه واخيستل.

انټرنشنل بزنس ټايمز:

بريتانوۍ خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز بيا د بلې ښځې په اړه ليکنه خپره کړې چې په افغانستان کې تښتول شوې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، اسټراليايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد د يوه تبعه په باب چې ويل کېږي خيريه کارکوونکې وه او په کابل کې تښتول شوې، څېړنه کوي.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت دغه خبر تائيد کړى او ويلي يې دي چې دغه مېرمن د شنبې ناوخته تښتول شوې او په دې اړه عاجل تحقيقات کوي.

د انټرنشنل بزنس ټايمز خپرونې په حواله، تر دې پېښې مخکې هم په افغانستان کې ځينې بهرنيان د پيسو په خاطر تښتول شوي او دا په دغه جګړه ځپلي هېواد کې بله جدي ستونزه بيانوي.

روان لمريز کال په افغانستان کې د اسټراليا دوه اتباع تښتول شوي چې يو تن يې په اګست مياشت کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

XS
SM
MD
LG