د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ارګ: ۶۹ سلنه بې‌ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته نه‌دي ستانه شوي


د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، په هېواد کې د وروستیو جګړو له کبله ۶۹ سلنه خلک د بېلابېلو لاملونو له کبله خپلو ځایونو ته بېرته نه‌دي ستانه شوي.

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د وروستیو جګړو له کبله شاوخوا ۹۵ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي خو د ولسمشر د ویاند په خبره تر اوسه یوازې ۳۱ سلنه‌یې بېرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي او پاتې یې لا هم بې‌ځایه دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته د هغه اقداماتو په اړه معلومات ورکړل چې حکومت تر اوسه د بې‌ځایه شویو خلکو په اړه کړي دي.

ښاغلي چخانسوري ژمنه وکړه چې د ژمي په رارسېدو حکومت د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره ځانګړي او جدي تدابیر په پام کې نیولي دي.

هارون: حکومت د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي.
هارون: حکومت د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي.

دی وايي:

"له ۶۹ فیصدو سره‌یې لا هم کار دوام لري، څو شرایط مساعد شي او دوی وکړای شي خپلو کورونو ته ستانه شي، پر مستحقینو د مرستې د وېش لپاره ځانګړی مېکانیزم جوړ شوی ځکه چې ځینې کسان د بې‌ځایه شویو له نومه ناسمه استفاده کوي."

د ولسمشر د ویاند په خبره حکومت په وروستیو جګړو کې د وژل شوي او یا ټپي شویو ملکي وګړو له کورنیو سره هم شاوخوا ۱۹۳میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې کندز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس هغه ولایتونه دي چې ډېری کورنۍ په‎کې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

وړاندې ولسمشر محمد اشرف‎ غني د کندز او ارزګان د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره یو اندازه پیسې ځانګړې کړې وې خو کندز کې یو شمېر کورنیو بیا شکایت کړی وو چې دغه مرستې دوی ته په عادلانه توګه نه‌وېشل کېږي.

له دې ټولو سره-سره یو شمېر افغان کارپوهان بیا انتقاد کوي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د بې‌ځایه شویو شمېر مخ پر زیاتېدو دی خو حکومت جدي اقدامات نه‎کوي.

کارپوهان: ورځ تر بلې په هېواد کې د بې‌ځایه شویو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
کارپوهان: ورځ تر بلې په هېواد کې د بې‌ځایه شویو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

سیاسي کارپوه ناصر شفیق وايي:

"په داسې حال کې چې موږ د ژمي په درشل کې یو او حکومت باید د بې‌ځایه شويو کورنیو لپاره اساسي اقدامات کړي وی خو حکومت په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه‌دی ادا کړی."

ښاغلی شفیق وايي، په داسې حال کې چې د بې‌ځایه شویو خلکو ۶۹ سلنه لا هم خپلو اصلي ځایونو ته نه‎‌دي ستانه شوي او په نورو سیمو کې په بدو شرایطو کې شپې او ورځې سبا کوي نو بیا د حکومت له لوري د بې‌ځایه شویو د ستونزو هواری له واقعیت سره هېڅ اړخ نه‌لګوي او دا ثابتوي چې حکومت په دې برخه مسؤلانه چلند نه‎دی کړی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG