د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

وزیري: مخالفین د بهرنیو له ملاتړه پرته یوه اوونۍ هم نه‌شي جنګېدای


په افغانستان کې د وسله‎والو مخالفینو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان د وروستي راپور تر خپرېدو وروسته د دغه هېواد دفاع وزارت وايي چې د حکومت د وسله‎والو مخالفینو شمېر دقیق نه‎دی او د جګړې فصل ته په کتو په‌کې کموالی او زیاتوالی راځي.

دفاع وزارت افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شتون هم تائیدوي وايي چې که له افغان وسله‎والو مخالفینو سره د دغو ترهګرو مرسته او ملاتړ نه‎وي دوی له افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه‎لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله ښه امکانات لري او کولای شي د ترهګرو ځواب ووايي.

وزیري: افغان ځواکونه د پخوا په پرتله ښه امکانات لري.
وزیري: افغان ځواکونه د پخوا په پرتله ښه امکانات لري.

دی وايي:

"دا شمېر چې ویل شوی ثابت نه‎دی، په پسرلي او دوبي کې چې د جګړې فصل دی دا شمېر زیاتېږي او په ژمي کې کمېږي موږ تل ویلي که له افغان وسله‎والو مخالفینو سره د بهرنیو ترهګرو له‎خوا مرسته ونه‎شي دوی له افغان ځواکونو سره د یوې اوونۍ جګړې توان هم نه‎لري، افغان ځواکونه تل منظم پلان لري، پلان شوي عملیات لري، زموږ کوماندو ځواکونه، زموږ ځانګړي ځواکونه، زموږ د شپې له‎مخې ځواکونه او هوايي ځواکونه چېرې چې دښمن وي هلته خپل دوامداره عملیات لري."

ښاغلي وزیري که څه هم افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د دقیق شمېر په اړه څه ونه‌ویل خو زیاته‌یې کړه چې افغان وسله‎وال مخالفین د اویغوري، چېچېني، تاجکستاني، پنجابي او عرب ترهګرو له‌خوا تجهیزېږي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان د برخې کارپوهانو ویلي چې افغانستان کې شاوخوا ۴۵ زره وسله‎وال فعالیت لري چې له ۲۰ نه تر ۲۵ سلنه پورې یې بهرنیان دي.

په دغه راپور کې د یاد سازمان څو لوړپوړو چارواکو په حواله چې نومونه‌یې نه‎دي اخیستل شوي راغلي چې دغو کسانو د یو بل ملاتړ کړی او نه‌یوازې افغانستان بلکې نړیواله ټولنه‌یې هم له مهمو ترهګریزو ګواښونو سره مخ کړې ده.

خو پوښتنه دا ده چې ایا افغان امنیتي ځواکونه په رېښتیا هم له دې شمېر جنګیالیو سره د مقابلې توان لري که نه؟

ایا افغان امنیتي ځواکونه په رېښتیا هم له دې شمېر جنګیالیو سره د مقابلې توان لري که نه؟
ایا افغان امنیتي ځواکونه په رېښتیا هم له دې شمېر جنګیالیو سره د مقابلې توان لري که نه؟

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح‌یې په اړه وايي:

"دلته د افغان ځواکونو تر منځ یو شمېر ستونزې موجودې دي، دوی همغږي نه‎لري، هغه امکانات چې په چریکي جګړو کې ورته اړتیا ده هغه نه‌لري، پروګرام نه‎لري، که دوی روان جنګ تعریف او لاس په کار شي زه ډاډه یم چې افغان ځواکونه د وسله‎والو ګواښونو د مخنیوي توان لري."

ښاغلي صالح وویل چې د جګړې مهارولو او د وسله‎والو مخالفینو د ګواښونو مخنیوي په هدف لازمه ده چې کشفي او استخباراتي ادارې پیاوړې او د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي ډېره شي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي چې د افغانستان د پولو د نه‌کنټرول مسئلې ته په پام په دغه هېواد کې د وسله‎والو مخالفینو مشخصول ګران دي.

د چارو کارپوه اجمل سایس وايي، یو شمېر هېوادونه د ورته راپورونو په وړاندې کولو سره غواړي په افغانستان کې خپل هدفونه مخته یوسي.

ښاغلی سایس وايي:

"که دغه وړاندې شوي آمار ومنو ښايي یو ډول ګواښ وي، ځیني هېوادونه غواړي د دوی په واسطه خپل پلانونه پلي کړي او بیا د دوی په ځپلو سره د افغانستان صحنې ته رادننه شي او په افغانستان او سیمه کې خپلو هدفونو ته ورسېږي."

ښاغلي سایس زیاته کړه، د وسله‎والو مخالفینو د ګواښونو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پراختیا د مخنیوي په هدف، حکومت اړ دی چې امنیتي ادارې غیر سیاسي او مسلکیتوب ته‌یې پام واړوي.

نوموړي دغه‌شان وویل چې په افغانستان کې جګړه سیمه‌ییز او نړیوال اړخ لري او اړتیا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي سکتور سره مرسته وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG