د لاسرسي لېنکونه

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې تېرو دوو اوونیو کې یې کابل ښار کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۹۱ تنه نیولي دي.

امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې له دې سره په خوا کې کابل پولیسو د ښار له بېلابېلو سیمو یوه اندازه مهمات او وسلې هم راټولې کړې دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"د کابل پولیسو د بېلابېلو جرایمو په تور چې په هغه کې ترورېستي، جنايي او پلان شوي جرایم شامل دي ۱۹۱ تنه نیولي دي."

ښاغلي رحیمي په داسې حال کې کابل ښار کې د جنايي پېښو د کموالي خبره کوي چې تېره شپه نامعلومو وسله‌والو له قلعه فتح‌الله سیمې څخه یوه اسټرلیايي مېرمن تښتولې ده.

دغې مېرمنې له اکبر مؤسسې سره د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG