د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د کابینې په ځانګړې غونډه کې د ۱۳۹۶ مالي کال د بودجې مسوده تائید شوه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې د بودجې اندازه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده.

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي:

"دغه بودجه د امکاناتو او توازن پر اساس جوړه شوې ده په ټوله‌ییز ډول د بودجې اندازه ۴۶۶ میلیارده افغان ده."

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاتوي تمه ده چې یاده بودجه د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې یو شمېر وزارتونو او ادارو د تې رکال پراختیايي بودجه له ۳۵ سلنې څخه هم کمه مصرف کړې ده.

XS
SM
MD
LG