د لاسرسي لېنکونه

په بلغاريا کې خلک نن د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې خپله رأيه کاروي.

٢١ کسانو د دې مقام د خپلولو لپاره ځانونه کانديدان کړي دي.

د انتخاباتو په اړه سروې‌ګانې ښيي چې يو کانديد هم ښايي ونه‌توانېږي ٥٠ فيصده رأيې خپلې کړي.

دغه انتخابات ښايي دوهم پړاو ته وغځېږي او بيا ځلي انتخابات به راتلونکې يکشنبه وشي.

د بلغاريا د پارلمان مشره څيڅکا څاشيوا "Tsetska Tsacheva" مخکښه ګڼل کېږي چې د صدراعظم بويکو بوريسوف "Boiko Borisov" تر مشرۍ لاندې د ښي اړخي ګوند کانديده ده.

څاشيوا د اروپا پلوه بهرنۍ پالېسۍ د دوام لپاره کمپاين کړى چې اوسنى ولسمشر يې هم پر مخ بيايي.

د مېرمن څاشيوا عمده سيال، سوسياليست رُمين راديف (Rumen Radev) ګڼل کېږي چې پخوانى نظامي پيلوټ او د دغه هېواد د هوايي ځواک پخوانى مشر و.

دى له مسکو سره نېږدې اړيکې غواړي او له مسکوه د اروپايي ټولنې د بنديزونو د ليرې کېدو پلوي کوي.

تمه کېږي د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتيجې، د رأيې ورکولو د پروسې تر پاي ته رسېدو لنډه شېبه وروسته اعلان شي، خو نهايي نتجې د سې شنبې په ورځ خپرېږي.

XS
SM
MD
LG