د لاسرسي لېنکونه

افغان پولې ته څېرمه د خېبر اېجنسۍ د قبایلي سیمې په جمرود کې د خاصه دار ځواکونو پر یوې پوستې د وسله‎والو ترهګرو تر برید وروسته د تورخم-پېښور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

خېبر اېجنسۍ کې ځایي سرچینې وایي چې نامعلومو وسله‎والو د یکشنبې په شپه د پېښور-تورخم پر لویه لار د جمرود په تخته‎بېګ سیمه کې د خاصه دار ځواکونو پر یوې پوستې راکټي برید کړی چې په نتیجه کې یې د خاصه‎دار ځواک یو سرتېری مړ او درې ایف سي سرتېري ټپیان شوي دي.

د خېبر اېجنسۍ ځايي انتظامیې تر دغه برید وروسته جمرود او شاوخوا سیمو کې ګرځ‌بندیز لګولی، تلاشي عملیات‌یې پیل کړي چې له امله‌یې د تورخم-پېښور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د خېبر اېجنسۍ یو ځايي خبریال امیرزاده پر تخته‎بېګ پوستې د وسله‎والو تر برید وروسته سیمه کې د رامنځته شوي وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا بېګاه ماښام د جمرود پر تخته‎بېګ چک پوسټ وسله‎والو برید کړی و، بیا وروسته د دواړو غاړو تر منځ نیم ساعت جګړه هم شوې وه چې په نتیجه کې یو خاصه دار سرتېری مړ شوی و بیا سهار وختي نه په دې علاقه کې ګرځ‎بندیز ولګېده. څنګه چې دا چک‎پوسټ پر پاک-افغان لویې لارې باندې دی، نو کارخانو نه تر تورخم پورې ټوله لار تړل شوې ده."

نوموړی همداراز وايي چې جمرود کې د ګرځ‎بندیز او د پېښور-تورخم د لویې لارې د تړل کېدو له امله په لنډي کوتل او کارخانو کې ډېری موټرې ایسارې دي.

خېبر اېجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په‎کې د لشکرالاسلام، تحریک طالبان پاکستان او انصارالاسلام په نامه وسله‎والې ډلې فعالیت کوي او په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ککړ‎ې دي.

که څه هم د پاکستان امنيتي ځواکونو څو میاشتې مخکې په دې سیمه کې د مېشتو ترهګرو پر ضد د خېبر ون او خېبر ټو په نامه پوځي عملیات وکړل او دا سیمه‌یې له ترهګرو پاکه اعلان کړه، خو لا هم په‎کې پر امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو بریدونه نه‎دي تم شوي.

تر دې مخکې وسله‎والو څو ورځې وړاندې په جمرود کې د پولیو واکسین پر ټیم هم برید کړی و چې په نتیجه کې یو کس وژل شوی و.

د یادونې وړ ده چې که څه هم تر دې مخکې د خېبر اېجنسۍ په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسؤلیت د منګل‎باغ په مشرۍ لشکر اسلام وسله‎والې ډلې پر غاړه اخیستی، خو تر دې دمه لا کومې وسله‎والې ډلې د پېښور-تورخم پر لویه لار پر تخته‎بېګ پوستې د برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG