د لاسرسي لېنکونه

د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د کابل-جلال‎اباد په لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي پېښه نن شاوخوا لس نيمې بجې د کاکڅ په سیمه کې د پولیسو د یوه رنجر او د یوه سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلی ځواک زیاتوي په ټپيانو کې یو تن پولیس او درې تنه ملکيان شامل دي.

XS
SM
MD
LG