د لاسرسي لېنکونه

کونړ امنیتي مسؤلین وايي چې د دانګام ولسوالۍ په جګړه کې ۲۵ وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د کونړ امنیه قوماندان جنرال جمعه‎ګل همت ازادي راډیو ته وویل د تېرې ورځې جګړه کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد ادعا کوي چې په دانګام کې يې درې امنیتي پوستې نیولي او ګڼو سرتېرو ته‌يې ځاني تلفات اړولي دي.

XS
SM
MD
LG