د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې اچین ولسوالۍ کې یې د لشکر اسلام دوه پاکستاني غړي نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ د عبدالخېلو په سیمه کې نیول شوي دي.

ښاغلي مشرقيوال زیاتوي نیول شوي کسان د خېبر اېجنسۍ اوسېدونکي د لشکر اسلام ډلې فعال غړي دي.

اچین د ننګرهار د هغو ولسوالیو له ډلې څخه یوه ده چې په دې وروستیو کې په‌کې د افغان ځواکونو او داعش جنګیالیو تر منځ سختې نښتې وشوې.

XS
SM
MD
LG