د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

میلانیا ټرمپ ۱۰ ځلې د ماډلېنګ په وړاندې غیرقانوني پیسې ترلاسه کړي


د امریکا د جمهوري‎پال ګوند د ولسمشرۍ کاندید ډونالد ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ په ۱۹۹۰ لسیزه کې مخکې تر دې چې په امریکا کې د کار قانوني اجازه ترلاسه کړي په متحده ایالتو کې کار کړی دی.

دې ۱۰ ځلې د ماډلېنګ په وړاندې پیسې ترلاسه کړي دي.

د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس د یوه ځانګړي راپور له مخې میلانیا ټرمپ په ۱۹۹۶ میلادي کال چې امریکا ته د سفر په ویزه تللې وه، تر ۲۰ زره ډالره زیاتې پیسې د کار په بدل کې ترلاسه کړي دي.

میلانیا ټرمپ چې د ډونالد ترمپ درېیمه مېرمن ده، اصلاً د سلووینیا اوسېدونکې ده.

دې ته په ۲۰۰۱ میلادي کال د امریکا ګرین کارت ورکړای شو او په ۲۰۰۶ میلادي کال‌یې د امریکا تابعیت واخیست.

میلانیا ټرمپ تر دې یو کال وړاندې یعنې په ۲۰۰۵ میلادي کې له ډونالډ ټرمپ سره واده وکړ.

XS
SM
MD
LG