د لاسرسي لېنکونه

د ایران ولسمشر حسن روحاني یوه ښځه د خپلې مرستیالۍ لپاره وټاکله.

په یوه بیان کې د حسن روحاني په حواله ویل شوي چې زهرا احمدي پور د ولسمشر د مرستیالۍ او د هېواد د تورېزم او فرهنګي میراثونو د وزیرې په توګه وټاکل شوه.

دا د ایران په کابینه کې درېیمه ښځه ده چې د حکومت له‎خوا ګمارل کېږي.

احمدي پور چې همداراز د پوهنتون استاده هم ده پخوا یې په کورنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې ده.

د نوومبر په لومړۍ نېټه هم ولسمشر روحاني مسعود سلطانیفر د ځوانانو او سپورټ چارو د وزیر په توګه وټاکه.

په ایران کې به راتلونکې مې میاشت انتخابات وشي او تمه ده چې اوسنی ولسمشر حسن روحاني هم یو ځل بیا انتخاباتو ته ودرېږي.

XS
SM
MD
LG