د لاسرسي لېنکونه

ایټالوي چارواکي وايي څه باندې ۲۲۰۰ پناه غوښتونکي چې اروپا ته په لار وو او د مدیترانې په سمندرګي کې د ډوبېدو له خطر سره مخ وو، ژغورلي دي.

چارواکو لس مړي هم له اوبو را ایستلي دي.

د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي دا پناه غوښتونکي یې پرون له شپاړلسو بېړیو نه د عملیاتو په نتیجه کې ژغورلي دي.

د هسپانیې ژغورندویه سمندري ډلو هم په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

د کډوالو نړیوال سازمان روانه اوونۍ وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې ۴۲۲۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې اوبو ډوب کړي چې د تېر کال په نسبت چې ۳۷۷۷ تنه ډوب شوي وو یو لوړ شمېر په ډاګه کوي.

د کډوالو نړیوالې ادارې «آی. او. ام» ویلي چې سږ کال ۱۵۹ زره پناه غوښتونکي د اوبو له لارې ایټالیا ته رسېدلي چې ډېری یې د افریقا د شمال او منځني ختیځ اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG