د لاسرسي لېنکونه

د البانیا او کوسوو پولیس وايي، څه باندې لس شکمن کسان‌یې د ترورېستي حملو په تور نیولي دي.

د کوسوو پولیسو پرون وویل، له بېلابېلو سیمو یې ۷ شکمن کسان په بېلابېلو ترورېستي پېښو کې د لاس لرو په تور نیولي دي.

د کوسوو د پولیسو ویاند باقي کیلاني وویل، وضعیت ښه او ثابته دی.

اخوا د کوسوو په ګاونډي هېواد البانیا کې هم څلور کسان د اسلامي دولت ډلې یا داعش لیکو ته د خلکو د جلب او جذب او په سوریه کې د اورپکو ډلو لپاره د پیسو د ټولولو په تور نیولي دي.

د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې د دغو کسانو د نیولو لپاره‌یې د مسدونیا او کوسوو له پولیسو سره یوځای عملیات وکړل چې ګڼ شمېر نور شکمن کسان هم ونیول شول.

XS
SM
MD
LG