د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د کندز پېښې په اړه د حکومتي پلاوي اساسي څېړنې نن یکشنبه پیلېږي


کندز کې د هوايي حملو په نتیجه کې د ملکیانو د وژنې د قضیې حکومتي پلاوی به د یکشنبې له ورځې خپلې څېړنې پیلوي څو معلومه کړي چې د چا د بې‌غورۍ له امله ملکیان په نښه شوي دي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش ازادي راډیو ته وویل، دا چې په دې حمله کې څنګه تېروتنه شوې څو ملکیان په نښه شي او څنګه دا ملکیان وژل شوي په دغو ټولو مسائلو به راغلی پلاوی څېړنې کوي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش
د کندز د والي ویاند محمود دانش

ښاغلی دانش زیاتوي:

"پلاوی څېړنې پیلوي. دا چې څنګه زموږ مظلومه وطن‎وال شهیدان شوي دي. دا چې څنګه په دې حمله کې ملکیان په نښه شوي او له چا سرغړونه شوې دا بېله موضوع ده چې څېړل کېږي به. دا مسئله به له سره وڅېړي."

د یادې پېښې د څېړونکي ټیم مشري د دفاع وزارت مرستیال هلال‎الدین هلال کوي او د جمهوري ریاست د دیني چارو سلاکار او د پوځ او امنیت ځینې جنرالان هم ورسره ملګري دي.

د کندز د والي ویاند ښاغلي دانش دا هم وویل چې یاد پلاوی به د وروستۍ بمبارۍ د څېړلو تر څنګ د کندز ټول امنیتي وضعیت هم وارزوي.

اخوا افغانستان کې د مېشتو بهرني پوځیانو عمومي قوماندانۍ ویلي چې د څېړنو له مخې کندز کې د شوې بمبارۍ نتیجه کې ملکیان وژل شوي چې له امله‌یې دا قومانداني خواشینې ده.

نېکلسن: د بې‌ګناه ملکیانو د وژل کېدو په خاطر سخت خواشینی یم.
نېکلسن: د بې‌ګناه ملکیانو د وژل کېدو په خاطر سخت خواشینی یم.

د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه بیان کې ویلي:

"د بې‌ګناه ملکیانو د وژل کېدو په خاطر سخت خواشینی یم. هلته پرته له دې چې روان وضعیت وګورو د بې‌ګناه خلکو وژنه یوه تراژېدي ده او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوم."

خو پوښتنه دلته ده چې ایا یوازې د خواخوږي څرګندول او خواشیني ښودل د غمجنو درد دوا کولای شي؟

د همدې پوښتنې ځواب د کندز د والي ویاند محمود دانش د افغان حکومت د ګمارل شوي پلاوي د مشر هلال‌الدین هلال له ژبې داسې رانقل کړ:

"ښاغلي هلال رسنیو ته وویل، له شک پرته خواشیني ښودل هېڅ درد نه‌شي دوا کولای. خو دا چې هېوادوال له لاسه ورکوو که بل کار نه‌شو کولای لږ تر لږه په غم یې غمجن یو او غم‌یې خپل بولو."

هلال‌الدین هلال: خواشیني ښودل هېڅ درد نه‌شي دوا کولای.
هلال‌الدین هلال: خواشیني ښودل هېڅ درد نه‌شي دوا کولای.

د حکومت دغه ګمارل شوي پلاوي ویلي څو راتلونکو ورځو کې د یادې بمبارۍ قربانیانو ته رسیده‌ګي، د پېښې د عاملینو څېړنه او د هغو کسانو موندل چې بې‌غوري یې کړې د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

څلور شپې مخکې د افغان پوځیانو په ملاتړ یوه هوايي حمله کې چې د کندز ښار اړوند بُز کندهاري سیمه کې وشوه ۳۱ ملکیان ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

په دې حمله کې ۳ افغان سرتېري او ۲۶ وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG