د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

وزیري: د کندز هوايي حمله کې زیات تلفات طالبانو ته اوښتي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندز کې عملیات د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ تر سره شوي او ډېری قربانیان یې د وسله والو طالبانو د کورنیو غړي دي.

دفاع وزارت وايي، یاده حمله په هغه ځای کې شوې چې طالب قوماندانان پکې پر کندز ښار د نورو حملو د ترتیبولو په خاطر راغونډ شوي وو.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې د طالب قوماندانانو دا ناسته د ملا ضیاءالرحمان په کور کې ترتیب شوي وه چې په هوايي حمله کې یې د طالب مشهورو قوماندانانو تر څنګ د ملاضیاءالرحمان د کورنۍ غړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"ملا ضیاء الرحمن متقي د دوی د پوځي کمېسیون مشر و، ملا مصطفی، ملا محمد یار، قاري بلال، قاري جمال، ملا منصور، دا هغه کسان و چې د مخالفینو په لیکو کې مشران و، دوی جګړه رهبري کوله، په ملکي کسانو کې چې هلته شهیدان شوي دي، اووه تنه د ملا ضیا الرحمن د کورنۍ غړي دي، موږ په هغو خفه یو، دوی په خپل فامیل هم رحم نه کوي او د هغوی په منځ کې موضع نیسي."

ښاغلي وزیري وویل، د ملا ضمیر په ګډون یې څلور تنه نور قوماندانان نیولي هم دي او په دغو عملیاتو کې د ځانګړې قطعې درې سرتېري وژل شوي او اووه نور یې ژوبل دي.

نوموړي همدا راز وویل، وروسته له هغې چې وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ، دوی له بهرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه چې هوایې او ځمکنۍ حملې و شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت د بُز کندهاري سیمې اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ مظاهره وکړه او ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې ملکیان وژل شوي دي.

د کندز والي اسد الله عمر خېل دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د برید په نتیجه کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د کندز والي اسدالله عمر خېل
د کندز والي اسدالله عمر خېل

په ورته وخت کې جمهوري ریاست وايي چې د پېښې د لا څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی، هڅه کېږي چې د پېښې عوامل بررسي او عاملینو ته یې جزا ورکړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، د دغې پېښې له عاملینو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ ویاند جنرال چارلس کلیفلنډ هم چې په دغې خبرې غونډه کې حاضر و، وویل چې افغان او بهرنیو ځواکونو دا حمله له ځانه د دفاع په خاطر وکړه او په وینا یې دوی له حکومت سره کار کوي تر څو د پېښې عاملین معلوم کړي.

کلیفلنډ: افغان او بهرنیو ځواکونو دا حمله له ځانه د دفاع په خاطر وکړه.
کلیفلنډ: افغان او بهرنیو ځواکونو دا حمله له ځانه د دفاع په خاطر وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو پر ملګرو ځواکونو ډزې کولې، په دې حملو کې افغان او امریکايي ځواکونو ته تلفات رسېدلي دي، دا عملیات د ځان د دفاع لپاره ترسره شول او حادثه رامنځته شوه، د دغې تراژیدی او بدې پېښې پدیده په هغه چا اچولی شو چې ددې لامل وو."

هغه ټينګار کوي چې د غوڅ ملاتړ ځواکونه به د افغان ځواکونو سره خپلې مرستې ونه سپموي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وزیري وايي چې افغان حکومت د خلکو ارامتیا ته لومړیتوب ورکوي او خپل عملیات د دقیقو معلوماتو پر بنسټ داسې ترسره کوي چې ملکي خلکو ته یې زیان ونه رسېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG