د لاسرسي لېنکونه

هغه دوه ایټالیایي او یو کاناډایي وګړي چې په لیبیا کې تښتول شوي و، خوشي شوي او بېرته ایټالیا ته استول شوي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان د لیبیا د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ په نتیجه کې خوشي شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دوی د سپتمبر پر ۱۰ نېټه په لیبیا کې د وسله والو کسان لخوا برمته شوې وه او تېره شپه د لیبیا په جنوبي برخو کې خوشي شوي او سهار وختي په یوه ځانګړې الوتکه کې ایټالیا ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG