د لاسرسي لېنکونه

د هند تر ولکې لاندي کشمېر کې د حکومتي ځواکونو او هغو کسانو ترمنځ نښته شوې چې د یوه نوې ځوان د جنازې مراسمو لپاره راټول شوي و.

د دغه ځوان کورنۍ وایي هغه د هندي کشمیر د یوه عمده ښار سرینګر د پولیسو لخوا د ځورولو په نتیجه کې مړ شوی دی.

په دغو نښتو کې چې نن شوي لږ ترلږه دېرش تنه ټپیان شوي دي.

ویل کېږي پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو په دغو مراسمو کې مداخله کړې ده.

یوه پولیس افسر د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې حکومتي ځواکونو له دې ویرې چې دا مراسمو په سیمه کې د هند د واک پر ضد په یوه لوی لاریون وانه وړي، نو پر خلکو یې له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخستی او اخطاریه ډزې یې کړي دي.

د عیني شاهدانو په خبره د جناز‎ې په دغو مراسمو کې سلګونو ځوانانو پولیس په ډبرو ویشتل او یوې بلې ډلې د یوه بل مسیر څخه مړی د ښخولو لپاره یووړ.

په وروستیو کلونو کې په هندي کشمیر کې د هند د واکمنۍ پر ضد لویې مظاهرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG