د لاسرسي لېنکونه

د کابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د جنايي جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړي.

دوی وايي، د شپې له اتو بجو ورهاخوا په کابل ښار او ولسوالیو کې د وژنو، تښتونو، وسله والو غلاوو او داسې نورو جرمونو له ډاره څوک له کوره نشي وتلی.

کابل ښاریانو د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې جنايي جرمونه د پخوا په پرتله زیات شوي او ډېر کله په ښار کې غیر مسؤل وسله وال ډزې کوي.

ریحان الدین او شېر احمد په دې اړه وویل:

"د شپې له اتو بجو هاخوا هیڅ څوک ازادانه ګرځېدلی نشي، خپل سرې ډزې کېږي، په مجموع کې یو وحشت دی، ولایتونه خو لاڅه چې په کابل کې هیڅ څوک ازادانه له کوره نشي وتلی."

"د شپې لخوا د اوو یا اتو بجو څخه هاخوا که چېرې کوم کار ولرې او یا هم مریض شې نو په ډېرې وېرې په کابل کې ګرځېدلی شي."

دوی پر حکومت نیوکه کوي چې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او نشي کولای حتی د پلازمېنې امنیت هم ونیسي.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي سره په خبرو کې وویل چې د پخوا په پرتله په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې.

ده وویل چې یوازي په تېره یوه میاشت کې د مختلفو جرمونو په تور یې ۵ سوه کسان نیولي دي.

عبیدي: د پخوا په پرتله د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې.

عبیدي: د پخوا په پرتله د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"نه یوازي دا چې په کابل کې جنايي جرمونه زیات شوي نه دي بلکې کم شوي هم دي، دا چې د کابل نفوس زیات دی او چیرې چې نفوس زیات وي د جرمونو احتمال هم شته، خو د جرمونو پر وړاندې د کابل پولیسو چلند ډېر جدي دی، د پولیسو لخوا د ډېرو جرمونو په تور ګڼ شمېر کسان نیول شوي هم دي."

د کابل ښار سربېره په یو شمېر ولسوالیو کې د خپل سرو او غېرې قانوني وسله والو حضور، د لوړپوړو چارواکو لخوا د تورو ښیښې لرونکو موتړو ګرځول او زورواکي نورې هغه ستونزې دي چې د کابل اوسېدونکي یې اندېښمن کړي.

بلخوا د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني وایي، د کابل په امنیتي حوزو کې د روابطو پر اساس د مسؤلانو ګمارل د امنیتي ستونزو عامل شوی چې په خبره یې په دې تعیناتو کې یو شمېر زورواکي لاس لري.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه تعینات او مقررۍ چې په یو شمېر ادارو او حوزو کې د ځینو زورواکو لخوا کېږي ستونزې زېږوي ځکه کار اهل ته نه سپارل کېږي او روابطو ته ترجیح ورکول کېږي او دا هغه څه دي چې ستونزې یی زېږولي."

د کابل اوسېدونکي دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کوي چې له دې مخکې هم عامو خلکو او پوځي کارپوهانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې کابل د یو امن ښار پر ځای تر ډېره په یوه پوځي ښار بدل شوی او دغه وضعیت د کابل ښار د اوسېدونکو روحیه ډېره ضعیفه کړې ده.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG