د لاسرسي لېنکونه

تمه ده چې تر راتلونکو دوه یا درې ورځو عدلي او قضايي مرکز په فساد کې د ښکېلو کسانو لومړنۍ علني محکمه پیل کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي په لومړنۍ علني محکمه کې د یوه لوړ پوړي څارنوال، د کورنیو چارو وزارت د ځینو کارکوونکو او په بغلان کې د ملي بانک په څانګه کې د اختلاس کوونکو دوسیې شاملي دي:

"د اداري فساد لوی دوسیو ته د رسېدنې لومړنۍ علني محکمه به په همدې اوونۍ کې ان شاءالله جوړه شي."

د نوموړي په وینا د تورنو کسانو اسناد تکمیل شوي او محکمې ته هم سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG