د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

ایا شمال کې د توپان له راتلو مخکې اطلاعیه خپره شوې وه؟


د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې دوی د افغانستان په شمال کې د پنجشنبې ورځې د توپان په اړه معلومات درلودل او ټول ارګانونه یې خبر کړي وو.

که څه هم د افغانستان په شمال کې د پنجشنبې ورځې د توپان د زیانونو او ویجاړیو د مخنیوي لپاره له وړاندې اقدامات نه و شوي، خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې په دې اړه یې له مخکې مسؤلو ادارو ته خبرداری ورکړی و.

د دغې ادارې مرستیال قاسم حیدري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هوا پېژندنې ادارې د توپان په اړه دوی ته خبرداری ورکړی و، خو د توپان د څرنګوالي او تخریب په اړه یې معلومات نه درلودل.

نوموړي زیاته کړه:

"له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره د سکتورونو ترمنځ د هماهنګۍ مسؤلیت لري، دغه توپان پخوا په هند او پاکستان کې ۳۰ کسه وژلي و، د افغانستان د هایدرا میترالوژي د ادارې د راپور په اساس چې موږ ته یې را لېږلی و، موږ ترې خبر و، د افغانستان ملي تلویزیون او د ولایتونو رسنیو ته د راپور لېږل، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلیت وي."

کله چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو سره هم په دې اړه تماس ونیول شو، هغوی په دې اړه د کومې ور استول شوي اطلاعیې او مکتوب څخه بې خبري وښوده.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې سخت توپان چې د برېښنا مزي یې هم پرې کړې او خلکو ته زیانونه واړول او د تاشقرغان او شبرغان ترمنځ پرلاره یې ترافیکي پېښې هم رامنځ ته کړې.

داچې د افغانستان د شمالي ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ته د توپان په اړه ورته چا معلومات یا خبرداری ورکړی و د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد په دې هکله د اطلاع د ورکړې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد

"موږ د توپان په اړه د هوا پېژندنې له انترنېټي صفحو معلومات ترلاسه کړي و، خو په دې اړه له ادارو رسمي معلومات نه و را رسېدلي، دغه توپان په بلخ ولایت کې کومه حادثه نه ده رامنځ ته کړې."

څېړونکي وایي، د نړۍ د هېوادونو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې، خپلو هېوادوالو ته د طبیعي پېښو په اړه که وړوکې هم وي له مخکې معلومات ورکوي او د ګواښ په صورت کې هغوی خوندي سیمو ته لېږدوي.

خو د ټولنیزو چارو د کارپوه عزت الله برکي په خبره د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره د رسنیو له اطلاع نه وروسته د پېښو له ځپل شویو سره یوه اندازه مرسته کوي چې د ده په خبره په هیڅ صورت خلکو ته د منلو وړ نه دي.

د بغلان پلخمري کې بې ساری توپان روان دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG