د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

اجرائيه ریاست: ډېر ژربه د لویې جرګې پر رابللو توافق وشي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، ډېر ژربه د انتخاباتو د تر سره کېدو او د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې پر رابللو توافق وشي.

اجرائیه ریاست وايي، د روانو اختلافاتو او ستونزو د حل یوازېنۍ لاره په بشپړه توګه د سیاسي توافقنامې عملي کېدل دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د حکومت د مشرانو ترمنځ جدي خبرې روانې دي، څو د سیاسي توافقنامې پاتې برخې هم عملي شي.

میثم: د سیاسي توافق لیک ځیني مواد تطبیق شوي.
میثم: د سیاسي توافق لیک ځیني مواد تطبیق شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"له شک پرته د سیاسي توافق لیک ځینې مواد تطبیق شوي او یو شمېر نور یې چې پاتې دي د مشرانو ترمنځ پرې جدي خبرې روانې دي، هیله من یو چې په نږدې ورځو کې به د ملي وحدت حکومت په سیاسي توافق لیک باندې چې له هغې جملې څخه مهم مواد یې انتخابات او د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې رابلل دي هم عملي شي."

ښاغلی میثم زیاتوي د سیاسي توافقنامې ځینې مواد لکه د اجرائیه ریاست رامنځ ته کېدل، د کابینې تشکیل، د وزیرانو شورا د غونډې جوړېدا او په ولایتونو او مرکز کې د ځینو لوړ پوړیو چارواکو په دندو ګمارل عملي شوي دي.

څه باندې دوه کاله وړاندې هغه وخت چې د جمهوري ریاست دویم ځلې انتخابات له ستونزو سره مخامخ شول، د ولسشمر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي وحدت حکومت د جوړېدا سیاسي توافق لیک لاسلیک شو.

څه باندې ۲ کاله وړاندې د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو توافقنامه لاسلیک شوه.
څه باندې ۲ کاله وړاندې د ملي وحدت حکومت رامنځته کېدو توافقنامه لاسلیک شوه.

اجرائیه رئیس عبدالله تردې وړاندې هم څو ځله انتقادونه کړي و چې د سیاسي توافق لیک ځینې مواد په بشپړه توګه نه دي تطبیق شوي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم چې په دې وروستیو کې پر ولسمشر او اجرائیه رئیس یې توند انتقادونه کړي هم د سیاسي هوکړه لیک د عملي کېدو، د لویې جرګې رابللو او د عادلانه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې د حقوقي چارو کارپوهان وايي، که د اساسي قانون مطابق لویه جرګې را وبلل شي، نو ممکنه ده چې روانې ستونزې ترډېره بریده حل شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر وایي، سیاسي توافق لیک اوسنی نظام د اساسي قانون له چوکاټه ایستلی او ستونزې یې رامنځ ته کړي.

رنجبر: که لویه جرګه را وبلل شي زه فکر کوم ستونزه به حل شي.
رنجبر: که لویه جرګه را وبلل شي زه فکر کوم ستونزه به حل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که لویه جرګه را وبلل شي زه فکر کوم ستونزه به حل شي، نظام به مشروعیت پیدا کړي اوس نظام په بشپړه توګه د اساسي قانون له چوکاټ وتلی چې ځای یې سیاسي تفاهم لیک نیولی چې ستونزې یې زېږولې دي د لویې جرګې په پریکړو نظام مشروعیت پیداکوي او اساسي چوکاټ ته لوېږي"

تردې وړاندې ځینو سیاسي کړیو او څېرو هم د لویې جرګې را بلل او د ملي وحدت د حکومت د رامنځ ته کېدو د سیاسي توافقنامې عملي کول د موجودو ستونزو د حل لپاره مهم بللي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG