د لاسرسي لېنکونه

د اسلامي دولت د ډلې اړونده یوې خبرې سرچینې وویل چې داعش د ترکیې په جنوب ختیځ کې د دیاربکر په ښار کې چادونه کړې ده.

په دیاربکر ښار کې پرونۍ چاودنې نهه تنه ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

د سایټ په نوم د امریکا څارونکې استخباراتي ډلې د داعش د خبرې اژانس اعماق په وینا خبر ورکړ چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو په دیار بکر ښار کې له چاودیدونکو موادو یوه ډکه لارۍ د پولیسو د دفتر مخې ته منفجره کړه.

په دیاربکر کې اکثر کردان اوسي او ترکي چارواکو تور پورې کړی دی چې دا خونړۍ پېښه د کردستان کارګر ګوند کړې ده.

د داعش یا د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادی تېره اوونۍ په یوه غږیز پیغام کې پر ترکیې د بریدونو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG