د لاسرسي لېنکونه

په بامیان ولایت کې پرون د ماراتن یا ډله اییزې ځغاستې د سیالو دوهم مرحله ترسره شوه.

په دې سیالیو کې چې د لسو او دوه څلویښت کیلومترو د وهلو لپاره وه افغان او بهرنیو ورزشکارانو برخه واخیسته.

د بامیان د اطلاعات او کلتور رئیس کبیر دادرس ازادي راډیو ته وویل چې د ډله اییزې ځغاستې دا سیالۍ چې د سلو نجونو په ګډون په کې ۱۶۵ ورزشکارانو ونډه درلوده ،د اتصالاتو د مخابراتي شرکت په مالي همکاري ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې د ځغاستې امریکايي، بریتانوي، هالنډي ،فنلنډي ،او کاناډايي ورزشکارانو هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG