د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

خوګیاڼی: د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب ټپي شوی


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد په یوه پېښه کې ټپي شوی دی.

د یاد ولایت وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې د شنبې ورځې په سهار شاوخوا اته بجې د کابل جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد د موټر د چپه کېدو له امله د هغه ډریور وژل شوی او خپله ولسوال غالب او ساتوونکی یې ټپيان دي.

نوموړی وايي، د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل لا نه دی څرګند، خو خپله ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی او پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG