د لاسرسي لېنکونه

په داسې حال کې چې روسیه نن خپل د ملي یووالي ورځ لمانځي، ملتپال او حکومت پلوي فعالان د مسکو په لارو او کوڅو کې مارشونه او غونډې کوي.

کریملین څه باندې لس کاله مخکې د نوامبر ۴ مه نېټه د روسیې د ملي یووالي ورځې په توګه اعلان کړه.

فعالانو چې اکثرو یې شعارونه او د روسیې بیرغونه لېږدول، د ښار په مرکزي برخه کې غونډه وکړه.

په مسکو کې نن نور لاریونونه هم په پام کې دي او په پام کې ده چې ولسمشر ولادیمیرپوتین کریملین ته نږدې د ستر شهزاده ولادیمیر په نوم مجسمه هم نن وروسته پرانیزي.

د روسي افسانو له مخې شهزاده ولادیمیر چې د کیوان روس په نوم د قلمرو واکمن و په ۹۸۸ میلادي کال کې ارتودوکس مذهب ته واوښت.

XS
SM
MD
LG