د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ترکيې ګڼ کردپلوه وکيلان نيولي


اروپايي ټولنې د ترکيې له خوا د اپوزيسيون د کرد وکيلانو پر نيول کېدلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره وايي، اروپايي چارواکو په انقره کې د خپلو استازو يوه غونډه رابللې ده.

د رويټرز اژانس په حواله، د ترکيې پوليسو د خلکو ډيموکراتيک ګوند يا HDP د مشرانو پر کور چاپه اچولي او نيولي يې دي.

HDP په ملي پارلمان کې د اپوزيسيون دويم لوى ګوند ګڼل کېږي.

په دې چاپه کې د خلکو ډيموکراتيک ګوند ٩ تنه نور وکيلان هم هغه وخت ونيول شول، چې دوى د هغو جرايمو پر ادعاوو له اعتراف کولو ډډه وکړه، چې د تروريستي تبليغاتو اړوند دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې فدريکا موګريني په يوه اعلاميه کې وويل: له ترکيې څخه تمه لري چې د خپلې پارلماني ډيموکراسۍ ساتنه وکړي، بشري حقونو او د قانون حاکميت ته درناوى وکړي.

په همدې تړاو د ترکيې صدراعظم بن علي يلدريم د جمعې په ورځ وويل، دغه وکيلان ځکه نيول شوي، چې د محکمې له اصولو يې سرغړونه کړې ده:

”محکمې ته په تللو وکيلانو کې يوازې يوه اعتراف کړى، ٥٤ نورو دا کار نه دى کړى او په دې ډول يې د قانون حاکميت ته بې احترامي کړې ده. دا عمل ورسره ځکه شوى چې دوى د محکمې له غوښتنې سره سم کار نه دى کړى. ځکه نو نيول شوي دي“

د ترکيې پوليسو په انقره کې د خلکو ډيموکراتيک ګوند د مرستيالې مشرې مېرمن فیګن یوکسک‌داغ پر کور چاپه واچوله، دغه راز يې په دياربکر کې ددې ګوند د مشر صلاح الدين دميرتاش پر کور حمله وکړه. دا خبره ددغه ګوند وياند رويټرز اژانس ته وکړه.

په ترکيه کې د جولاى مياشتې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته تر يولک او لسو زرو زيات چارواکي يا نيول شوي، يا يې دندې ځنډول شوي دي. په نيول شويو کې کرد-پلوه وکيلان هم شامل دي.

د جمعې ورځې پر نيونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې انتقاد کړى دى.

XS
SM
MD
LG