د لاسرسي لېنکونه

روسي چارواکي وايي، څلور افراطي وسله وال د شمالي قفقاز په داغستان سیمه کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د روسیې د تروریزم ضد ملي کمېټه NAK نن وویل چې د دې تروریستي ډلې مشر مرادمحمودوف او د هغه درې ملګري د داغستان په لویدیځ ښارګوټي خاسایورت کې چې د چیچنیا سرحداتو ته نژدې ده وژل شوي دي.

د روسیې په شمالي قفقاز سیمه کې هغه افراطي وسله والې ډلې فعالیت کوي چې ریښې یې د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته د چیچېن بېلتونپالو په وسله واله مبارزه کې دي.

د دې ډلې په حملو کې اکثرا منځلاري مسلمانان، پولیس، ژورنالیستان او دولتي مامورین په نښه کېږي.

XS
SM
MD
LG