د لاسرسي لېنکونه

ولسمشراشرف غني د غور امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د دې ولایت د خلکو د امنیت په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د جمهوري ریاست سرچینې وايي، ولسمشر غني نن د غور په مرکز فیروزکوه کې له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او هغو ته یې هدایت ورکړ چې تروریستانو ته د خلکو د ورځني ژوند د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

افغان ولسمشر د امنیتي او دفاعي سکټور د وزیرانو، د کابینې د څو غړو او چارواکو په ګډون د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار غور ولایت ته ولاړ.

په غور کې د څه باندې دیرشو ملکي وګړو له ډله ییزې وژنې وروسته د دې ولایت امنیتي وضعیت ته د رسنیو پاملرنه زیاته شوه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، په پام کې ده چې ولسمشر د ننني سفر په ترڅ کې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG