د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

دفاع وزارت د افغان پوځ لیکو کې د طالبانو د کسانو حضور رد کړ


د افغانستان دفاع وزارت د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې پر چارو د څارونکي امریکایي ادارې هغه راپور ناسم بولي چې وایي، د افغان ملي اردو په لیکو کې ۱۶ سلنه داسې کسان شته چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري.

دفاع وزارت وایي، د ملي اردو د جلب او جذب بهیر روښانه دی او د وسله وال پوځ په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ امکان نشته.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې استخباراتي او کشفي ارګانونه تل په دې هڅه کې دي چې د اردو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه و نیسي.

وزیري دا رد کړه چې ګواکې د اردو په لیکو کې دي د طالبانو کسان حضور ولري:

وزیري: موږ په دې هکله چمتو یو کار کوو مخنیوی یې کو.
وزیري: موږ په دې هکله چمتو یو کار کوو مخنیوی یې کو.

"موږ د دې په هکله کاملاً چمتو یو، کار کوو او مخنیوی یې کوو تر څو هغه کسان چې له مخالفینو سره رابطه ولري، د ملي اردو لیکو ته لاره پیدا نه کړي، اما مسئله دا ده چې په افغانستان کې جګړه ده او د سیمې استخبارات کار کوي."

د افغانستان د بیا رغاونې څارونکي امریکایي ادارې سیګار پخپل یوه راپور کې ویلي چې د احصایو له مخې د افغان ملي اردو په لیکو کې ۱۶ سلنه داسې کسان شته چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري.

سیګار وایي، د وسله والو د همدې نفوذي کسانو د حملو په نتیجه کې یوازي روان میلادي کال نهه امریکایي پوځي او ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او اولس نور ټپيان شوي دي.

دغه امریکایې څارونکي اداره زیاتوي چې روان کال د افغان ملي اردو په لیکو کې ۴۴ دا ډول خپل منځي حملې شوې چې پکې د ملي اردو ۱۲۰ سرتېري وژل شوي او ۱۷۰ تنه ټپيان دي.

سیګار: روان کال د افغان ملي اردو په لیکو کې ۴۴ دا ډول حملې شوي.
سیګار: روان کال د افغان ملي اردو په لیکو کې ۴۴ دا ډول حملې شوي.

سیګار وړاندي لیکي، کومه احصایه چې د روان ۲۰۱۶ کال په مارچ کې شوې ښیي چې ۱۶ سلنه دا کسان د دولت ضد عناصرو له خوا ملي اردو ته جذب شوي دي.

اخوا پوځي کارپوه عتیق الله امر خېل وایي، د سیګار ارقام دقیق نه دي خو د پوځ په لیکو کې د وسله والو د نفوذ امکان هم نه ردوي.

امرخېل: د سیګار ارقام دقیق نه دي.
امرخېل: د سیګار ارقام دقیق نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"طالب یو قوت دی لکه څرنګه چې موږ د دوی منځ کې له استخباراتي لحاظه کسان لرو دوی یې هم لري، راپورونه ورکوي، اما دا چې شپاړس سلنه دي، دا زه نه منم."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا وایي، تر ډېره دا ډول حملې د هغو کسانو له خوا کېږي چې د ملي اردو له جامو استفاده کوي نه په خپله د ملي اردو د ځواکونو له خوا.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG