د لاسرسي لېنکونه

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې.

د خاکسفید ولسوال عبدالخالق نورزي د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د یو ماین د چاودنې له امله چې د دولت د وسله والو مخالفانو د یو سمه ییز قوماندان په موټر کې شوې پنځه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د ولسوال په خبره ماین هغه وخت چاودنه کړې چې دغه سراچه ډوله موټر د دېوال سرخ کلي جمعه بازار ته تللی وو.

ولسوال وایي، په دې پېښه کې ۴ تنه ملکي کسان هم ژوبل شوي دي.

د ماین د چاودنې وروسته دغه بازار هم په بشپړه توګه تړل شوی دی.

د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلېخوا د سیمې خلکو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه پېښه کې دری تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د دېوال سرخ کلي جمعه بازار ډېر د ګڼې ګوڼې ځای دی چې هره اوونۍ د خاکسفید، پشت رود او بالابلوک ولسوالیو په سلګونو کسان دغه ځای ته ورځې او خپل د اړتیا وړ توکي رانیسي.

XS
SM
MD
LG