د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د چهار شنبې او پنجشنبې ورځو عملیاتو کې ترینکوټ ته څېرمه د وانو سیمه د وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.

د یاد ولایت امنیه قوماندان ولي جان سرحدي ازادي رادیو ته وویل چې د یادې سیمې د نیولو پرمهال ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې د پولیسو د ضربتي قطعې رئیس ارکان وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی دی.

سرحدي وویل چې د دې عملیاتو پرمهال د پولیسو هغه دوه هاموي ټانکونه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې چې وسله والو طالبانو لاسته ورغلې وې بېرته نیولي دي.

وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په دې عملیاتو کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر پولیس وژلي خو افغان چارواکي دا ادعا رد کړه.

XS
SM
MD
LG