د لاسرسي لېنکونه

د روسيې صدراعظم ويلي، په افغانستان کې د دغه هېواد سیاست تغير نه دی کړی.

دا خبرې دميتري مدويدېف د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په بیشکيک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د غونډې په څنډه کې د ليدنې پر مهال وکړې.

د افغانستان د اجرائيه رياست څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دميتري ميدويدېف د دې کتنې پر مهال وويل، خوشاله دی چې د دې سازمان او دوه اړخيزو اړيکو په اړه د خبرو فرصت برابر شو.

د اعلاميې له مخې، مدويدېف د افغانستان او روسيې تر منځ د اقتصادي اړيکو د پراختیا هيله لري.

اجرائيه رئيس د دې ليدنې پر مهال په افغانستان کې د وروستي امنيتي او سياسي وضعيت په اړه خبرې وکړې او د افغان محصلينو لپاره يې د روسيې له خوا د بورسونو مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG