د لاسرسي لېنکونه

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د فاریاب والي ویاند جاوید دیدار ازادي راډيو ته ویلي یاده چاودنه چې تېره ورځ رامنځته شوې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ تنه پکې ټپيان شوي هم دي.

هغه وویل چې یاد کسان یوه واده ته روان وو چې پر موټریې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

خو په ولسي جرګه کې د فارياب ولایت استازی احمد تينج اسوشيېټیډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې په دې چاودنه نهه کسان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

تر دامهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG