د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، له طالبانو سره د سولې بهیر او له دې بهیر سره د پاکستان د همکارۍ په اړه پرله‎پسې هڅو تر اوسه کومه قطعي نتیجه نه‌ده ورکړې.

عبدالله عبدالله نن دا خبره د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د وینا پر مهال وکړه.

عبدالله عبدالله دغه‌راز وویل چې بېلابېلې ډلې چې له افغانستانه دباندې ریښې لري، د افغانستان په څو ولایتونو کې په جګړو بوختې دي.

دی وايي:

"له طالبانو سره د سولې خبرو او د سولې له بهیره د پاکستان د ملاتړ په برخه کې زموږ صادقانه هڅو کومه قطعي نتیجه نه‌ده لرلې. بېلابېلې وېره اچوونکې او نیمه پوځي ډلې چې ریښې یې د افغانستان له پولو هاخوا دي، د افغانستان په څو ولایتونو کې جګړه کوي. دغه ډلې هڅه کوي په ځانمرګو بریدونو او د ملکي خلکو په وژلو سره زموږ سوله او ارامتیا له‎منځه یوسي، خو د دوی هڅې ناکامې دي او د افغانستان زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي."

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس دغه‌راز زیاته کړه چې د داعش په ګډون ځینې تندلارې ډلې د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

د ښاغلي عبدالله په خبره له دغو تُندلارو څخه باید په سیمه‌ییزو سیالیو کې د نیابتي قوې په توګه کار وانه‌خیستل شي بلکې باید د هغوی په وړاندې په ګډه مبارزه وشي، څو لمن‌یې ټوله شي.

ښاغلي عبدالله په نننۍ وینا کې دغه‌راز پر اقتصادي مسائلو خبرې وکړې او پر هېوادونو یې غږ وکړ چې افغانستان په سیمه کې د یوې اقتصادي څلور لارې په توګه وګڼي.

ښاغلي عبدالله په نننۍ وینا کې دغه راز پر اقتصادي مسائلو خبرې وکړې

ښاغلي عبدالله په نننۍ وینا کې دغه راز پر اقتصادي مسائلو خبرې وکړې

د شانګهای د غړو هېوادونو د صدراعظمانو غونډه نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې وشوه.

افغانستان په دغه غونډه کې د څارونکي رول لري.

عبدالله عبدالله په دې غونډه کې د وینا پر مهال بیا په شانګهای سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب غوښتنه وکړه او د سازمان له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې یې ملاتړ وکړي.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چې د اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو په هدف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځته شو، روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان دایمي غړیتوب لري.

هند او پاکستان د روان کال په جون میاشت کې د دغه سازمان د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG