د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر مرستیاله وايي، د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې د ځوانانو رول مهم دی او دوی به‌یې ملاتړ وکړي.

پرنیلا کاردل "کابل کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازي" په نوم ناسته کې چې د یو شمېر ځوانانو له‎خوا تنظیم شوې وه وویل، د افغان ځوانانو نوي نظریات کولای شي چې په دې هېواد کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.

کاردل زیاته کړه:

"زه له تاسې غواړم چې د جنګ او بې‌وزلۍ د ختمولو د تجربو حاصلولو او بشري ارزښتونو ته د درناوي په برخه کې نه‌یوازې خپل هېواد ته بلکې ټولې نړۍ ته کار وکړئ."

کاردل: د افغان ځوانانو نوي نظریات کولای شي چې په دې هېواد کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.

کاردل: د افغان ځوانانو نوي نظریات کولای شي چې په دې هېواد کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.

د ملګرو ملتونو د شبیه سازي دوه ورځني کنفرانس کې به ځوانان د امنیت شورا، کډوالو، د ښځو حقونو او په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د ملګرو ملتونو نقش په ښه توګه تمثیل کړي.

پخوا تر دې هم د ملګرو ملتونو د پامیر د ۲۰۱۶ میلادي شبیه سازي کنفرانس د جمهور رئیس اشرف‎ غني په حضور کې جوړ شوی و.

په ورته وخت کې افغانستان کې د اروپايي ټولنې مرستیال جورج کنېنګهم وايي، په دغې غونډه کې د ګڼو ځوانانو راټولېدل د پرمختګ نښې دي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره‌یې ښې لارې غوره کړي دي.

کنېنګهم وايي:

"ډېری افغان ځوانان د ډموکراسۍ د پیاوړتیا او د بشري حقونو د پلي کولو په پروګرامونو کې کار کوي او دا د افغان ځوانانو لپاره ښه لاره ده."

خو د غونډې یو ګډون‎کوونکی ځوان یحیی قانع په دولتي ادارو کې د ځوانانو په کم‌رنګه ګډون اندېښنه ښيي.

دی وايي:

"اکثره ځوانان ګوښه شوي دي، سره له دې چې وړتیا لري. دوی ته ډېر فرصت نه‎دی ورکړل شوی او غږ يې نه‌دی اورېدل شوی."

بې‌کاري، غیر قانوني مهاجرتونه، په مخدره موادو د ځوانانو روږدي کېدل او د دوی د زده‎کړو په لار کې پراته خنډونه، د ځوانانو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

دغه ځوانان د حکومت له مشرانو غواړي کومې ژمنې چې یې له دوی سره کړي باید عملي او په سیاسي چارو او حکومتوالۍ کې دې د دوی ونډه زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG