د افغانستان دفاع وزارت د شته ټولو ناامنیو سره روان کال له لاسته راوړنو ډک بولي او وايي چې د جګړو په سږني فصل کې یې د دښمن ستراتیژیک اهداف خنثی کړي دي.
دا وزارت وايي، د جګړو په ډګرونو کې یې له تکتیکي تشو ډېر څه زده کړي او له ځینو بدلونونو سره په راتلونکي ژمي کې د شفق د دویم پړاو عملیات پیلوي.
د دغه وزارت لوی درستیز قدمشاه شهیم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د وسلهوالو ځواکونو د قوماندانانو تر درې ورځني کنفرانس وروسته رسنیو ته وویل چې د سږني کال ستونزې ارزول شوي او د نویو اقداماتو لپاره لازم تدابیر هم نیول شوي دي.
ښاغلي شهیم زیاته کړه:
"د ستونزو د حل اړوند د پیاوړتیا او پراختیا وړ ټکي د ژمي یا د شفق د دوهم پړاو عملیاتو لپاره ارزول شوي دي، د ژمي موسم یو فرصت دی چې د ظرفیتونو د لوړولو، پوهنې او روزنې او په همدې ډول تصفیوي عملیاتو، د ترورېستانو د رهبرۍ په اهدافو ګرځولو به پهکې تمرکز وشي."
ښاغلی شهیم وايي چې وسلهوالو مخالفینو غوښتل د ډیورنډ له فرضي کرښې ورهاخوا شته شوراګانې سږ کال افغانستان ته انتقال او یوه زیاته اندازه جغرافیه ترلاسه کړي خو په خپلو ستراتیژیکو اهدافو کې ناکام شوي دي.
هغه تر ځينو ښارونو د وسلهوالو طالبانو د رسېدو د اندېښنو په ځواب کې د وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې هم ځينې تکتیکي تشې ومنلې خو وايي، د قوماندانانو په کنفرانس کې په دې اړه لازم وړاندیزونه شوي دي.
افغان ځواکونه داسې حال د شفق د دوهم پړاو عملیاتو د پیلېدو خبره کوي چې وسلهوالو مخالفینو د حمل له میاشتې راهیسې د عمري په نوم عملیات پیل کړي او په دې ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو سیمو ته خپل خوځښتونه غځولي دي.
دفاع وزارت وايي چې په دې جګړو کې یې وسلهوالو مخالفینو ته د ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې تر ټولو ډېر تلفات اړولي او وايي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ګراف هم څه لوړ شوی دی.
د پوځي چارو کارپوه عتیقالله امرخېل بیا د دفاع وزارت د لاسته راوړنو د ادعاوو په ځواب کې وايي چې وسلهوالو مخالفینو تر ډېره وکولای شول جګړه پراخه کړي.
نوموړی وايي، ممکن مخالفین ستراتیژیکو اهدافو ته نهوي رسېدلي خو افغان ځواکونو باید تر ښارونو د هغوی د جګړو د غځېدو مخنیوی کړی وی.
ښاغلي امرخېل زیاته کړه:
"که چېرته طالبانو تعرضونه درولي وی هغه یوه بېله خبره ده کنه که د موفقیت ادعا کېږي هغه څه د پام وړ نهوو، ځکه چې اوس هم په ولایتونو کې هماغسې جګړه روانه ده، یعنې جګړه تر اوسه نهده درېدلې، خو دومره شوي رښتیا هم لکه د لښکرګاه، فراه یا ارزګان مرکزونه طالبانو نهدي نیولي."
د دفاع وزارت لوی درستیز قدمشاه شهیم بیا وايي چې د جګړو دا تصویر تر هغه ډېر کمرنګه دی چې وسلهوالو مخالفینو یا د هغوی ملاتړو یې تمه درلوده.
راپور: یوسف خان ځدراڼ