د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، ډېر ژر به د افغان او امریکایي سوداګرو تر منځ د تواصل یا نېږدیوالي په نوم کنفرانس جوړ شي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه کنفرانس د جوړولو هدف افغانستان کې د موجوده پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ښودل او د امریکا سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅول دي.

ښاغلی پسرلی وایي چې د امریکایي سوداګرو پانګونه په افغانستان کې اقتصادي ودې ته لار هواروي او ورسره به په هېواد کې کاري زمینې هم زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG