د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

خامنه‎يي: امریکا سره جوړجاړی ستونزې نه‎شي هوارولی


د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‎يي​ ویلي د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو تر منځ بحثونه یو ناورین په ډاګه کوي.

ایت‌الله علي خامنه‎يي وايي چې د امریکا جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو تر منځ بحثونه د هغه هېواد سیاست کې د یوه ناورین ښکارندويي کوي.

هغه د امریکا جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو هیلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ نومونه یاد نه‎کړل خو ویې ویل چې د دغو کسانو بحثونه د امریکا د شهرت د له‎منځه وړلو لپاره کافي دي.

خامنه‎يي چې تېره ورځ په تهران کې د امریکا سفارت د محاصرې په کلیزه کې خبرې کولې له امریکا سره د هر ډول جوړجاړي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې له دغه هېواد سره جوړجاړی ستونزې نه‎شي هوارولی.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‎يي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‎يي

خامنه‎يي وویل:

"له امریکا سره جوړجاړی ستونزې په هېڅ وجه نه‎شي هوارولی. نه امنیتي، نه اقتصادي او نه هم سیاسي لایې پسې زیاتوي. د دې خبرې لپاره ۱۰ تر ۱۵ دلیلونه موجود دي."

تهران کې د امریکا سفارت په ۱۹۷۹ کال کې محاصره شوی و او خامنه‎يي چې تل یې له امریکا سره د خبرو په برخه کې د دولت په خلاف سخت دریځ ښودلی د سفارت د محاصرې په کلیزه کې یو ځل بیا په دغه هېواد انتقادونه وکړل.

د ایران مذهبي مشر همدا راز وویل، ځینې خلک وايي چې د سوریې، د لبنان د حزب‎الله، عراق، افغانستان، یمن او ان خپلو داخلي مسائلو لپاره له امریکا سره خبرې وکړو خو له امریکا سره خبرې به ستونزې هوارې نه‎کړي.

خامنه‎يي وویل، امریکا نور تېر باسي او په ژمنو عمل نه کوي او په خپله په ناورین کې ګېر دی.

د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه د خامنه‎يي د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‎دی ښودلی.

خامنه‎يي وویل، امریکا نور تېر باسي او په ژمنو عمل نه کوي او په خپله په ناورین کې ګېر دی.
خامنه‎يي وویل، امریکا نور تېر باسي او په ژمنو عمل نه کوي او په خپله په ناورین کې ګېر دی.

د امریکا د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو هیلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ د بحثونو په اړه په داسې حال کې د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې کړي چې تمه ده دغو کاندیدانو ته راتلونکې اوونۍ خلک رایه ورکړي او یو تن د بارک اوباما پر ځای د ولسمشر په توګه انتخاب کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG