د کندز سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې په دې ولایت کې د لس ورځنۍ جګړې له کبله سوداګرو ته څه باندې ۱۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی او په دې ولایت کې د شته ناامنیو له امله یو شمېر سوداګرو خپلې پښې سپکې کړي دي.
د نوموړي ولایت سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو او وارداتو مدیر مسعود وحدت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ د څېړنو او ارقامو لهمخې کندز ښار کې د لس ورځنۍ جګړې له کبله څه باندې لس میلیونه ډالره خصوصي سکټور، سوداګرو، صنعتکارانو او کسبهکارانو ته زیان رسېدلی دی."
ښاغلي مسعود زیاته کړه، څو چې کندز کې ډاډمن امنیت رانهشي، یو شمېر سوداګریز شرکتونه او تولیدي کمپنۍ به په دې ولایت کې بېرته خپل فعالیت پیل نهکړي.
په ورته وخت کې د کندز اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي هم د دې ولایت د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي لا هم د وسلهوالو طالبانو له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.
د کندز ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي د کندز ښار روان وضعیت په اړه وویل:
"کندز کې تر اوسه تصفیوي عملیات نهدي پیل شوي او ان د ښار شاوخوا یو امنیتي او دفاعي کمربند هم نهدی جوړ شوی چې د طالبانو د احتمالي ګواښونو او برېدونو مخه ونیسي."
بلخوا د کندز سیمهییز چارواکي بیا وايي چې اوسمهال د ښار په یو شمېر ناامنو څنډو کې د طالبانو پر وړاندې د دولتي ځواکونو عملیات روان دي، خو دوی وايي چې دغه عملیات په دې خاطر ورو پر مخ ځي چې طالبانو په یو شمېر سیمو کې ماینونه خښ کړي.
د کندز د امنيې قوماندانۍ امنیت امر محمد معصومي هاشمي د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د ښار اړوند سیمې له طالبانو تصفیه شي.
دی وايي:
"زموږ تصفیوي عملیات د خاناباد ولسوالۍ او د خاناباد– کندز د لويې لارې په اوږدو کې همدارنګه د پُل الچین او زرخرید سیمو کې دوام لري، خو طالبانو سیمه کي ماینونه خښ کړي نو په همدې خاطر زموږ عملیات ورو پر مخ ځي."
د یادونې وړ ده چې تېر کال د کندز ښار سقوط نه وروسته د ملي یووالي حکومت جګ پوړو چارواکو څو ځلي دغه ولایت ته سفر کړی وو او له خلکو سرهیې ژمنې کړې وې چې دا ولایت به له وسلهوالو طالبانو پاک کړي او کندز به بیا سقوط نهکوي.
خو د کندز اوسېدونکي بیا وايي چې دغو چارواکو خپلې ژمنې عملي نهکړې چې له کبلهیې د دوهم ځل لپاره کندز ښار د طالبانو لاس ته ولوېد چې له املهیې ملکي خلکو ته هم مالي او هم ځاني زیانونه واوښتل.
راپور: اجمل آرین