د لغمان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د روزنیز مرکز څخه سل تنه هغه ځوانان او نجونې چې د خپلو کورونو سرپرستي ورپه غاړه وه د شپږ میاشتني مسلکي او حرفوي زدهکړو وروسته فارغ شول.
د چهارشنبې په ورځ د دې زدهکوونکو د فراغت په غونډه کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس عبدالبصير هاشمي وويل دغه زدهکوونکي چې پنځه ویشتيې نجونې او پاتې نور هلکان دي په مختلفو برخو کې روزلي او اوس دغه فارغين کولای شي چې د خپل مسلک له لارې د خپل کور لپاره نفقه پيدا کړي.
ښاغلی هاشمي وايي:
"دا سندونه دوی د کمپيوټر جوړونې، موټرسایکل جوړونې، مبایل ترمیم سازي او د خیاطۍ په برخه کې واخیستل، ټول د شهیدانو ورثه و چې د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي و او بل یو شمېر معلولین و دوی ته د کار کولو وسایل هم ورکړل شول تر څو په دې وسایلو خپل کار پيل کړي."
له دې روزنیز مرکز څخه فارغ شوي هلکان او نجوني وايي، دغه کورس ورته ګټور تمام شوی او د لومړني کار د پيل لپارهيې ورته وسایل هم ورکړي.