د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزارت وايي، د القاعده شبکې یو مهم مشر چې یو وخت‌یې له اسامه بن لادن سره اړیکې درلودې د یوې بې‌پیلوټه امریکايي الوتکې په حمله کې په سوریه کې وژل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جیف ډیویس وویل چې په حیدر کُرکان باندې دا هوايي حمله د اکټوبر په اولسمه په ادلیب کې شوې ده.

ډیویس ویلي کُرکان یو با تجربه جنګیالی و او په بهر کې یې د القاعده ترورېستي حملې پلانولې.

پنټاګون په دې وروستیو کې د القاعده د مهمو مشرانو د هدف ګرځولو خبرونه ورکړي دي.

تر دې مخکې یې د دې ډلې دوه مهم مشران په افغانستان کې په هوايي حمله کې په نښه کړي و.

XS
SM
MD
LG