د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزیر وايي، واشنګټن به له اسلامي دولت ډلې- داعش څخه د سوریې د رقه ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ترکیې د احتمالي رول په اړه له انقرې سره خبرې وکړي.

اشټن کارټر پرون په یو خبري غونډه کې وویل، له ترکیې سره د رقه ښار د بېرته نیولو د احتمالي عملیاتو په اړه خبرې به دوام وکړي خو ده زیاته کړه چې امریکا اوس مهال دا عملیات له خپل پلان سره پرمخ بیايي.

ښاغلي کارټر څرګنده کړه چې د امریکا پوځ به ډېر ژر له هغو ځواکونو سره چې د عملیاتو د پرمخ بوولو او د دې ښار د ساتنې وړتیا ولري رقه ته ولاړ شي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي دي چې د YPG په نوم کُرد ملېشو ته به په دې عملیاتو کې د داعش ډلې د کلابندۍ او څنډې ته کولو دنده وسپارل شي خو عرب سرتېري به هغه ځواک وي چې رقه ته ننوځي څو هلته د احتمالي قومي او فرقه يي شخړو مخنیوی وشي.

دا هغه ستراتیژي ده چې د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو په پوځي عملیاتو کې هم د همدې مقصد لپاره کار ترې واخېستل شو.

XS
SM
MD
LG