د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د وزیرستانیو کډوالو د بېرته ستنېدو مخکې ستونزې چا جوړې کړي؟


د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او سپین‎ږیري وايي، که افغان حکومت د غلام‎خان په لاره ورته تر خپلو پولو د بېرته ستنېدو لارې برابرې کړي، نو دوی حاضر دي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

د دوی په وینا چې د پولې په پورې غاړه کې د پاکستان حکومت د کډوالو د بېرته ستېدنې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او یوازې د افغان حکومت موافقې ته په تمه دي.

بل لوري ته خوست کې ځايي چارواکي وايي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د افغان حکومت پالېسي روښانه ده، هغه دا چې که کډوال وغواړي په داوطلب ډول خپلو سیمو ته ستانه شي، نو ځايي ملکي او پوځي ادارې به دوی لپاره تر پولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او عام خلک به‌يې د خپلو وروڼو په شان لار ملتیا وکړي.

ګلان کمپ
ګلان کمپ

په ګلان کمپ کې ملک سلیم خان داوړ ازادي راډیو ته وویل:

"زه د افغانستان د حکومت نه دا غوښتنه کوم چې دوی زموږ د خلکو لپاره په خپله خاوره کې چې کوم امنیتي چک پوسټونه دي، یا لارې دي چې موږ ته په امن سره دا لاره خلاصه کړي، د پاکستان حکومت د مهاجرینو لپاره د هر څه انتظامات کړي دي، خو صرف د افغانستان حکومت ته انتظار دی چې د دوی له‎خوا ورته اجازه ورکړل شي چې موږ خپل خلک په‎ دې لاره راوغواړو."

ملک سلیم داوړ زیاته کړه، ښايي د ځینو سیمو تر ۳۰ سلنې پورې کډوال په خوست کې پاتې شي، خو د پاتو کډوالو لپاره په وزیرستان کې د کډوالو سیمې د وسله‎والو له شتونه پاکې شوي او دوی کولای شي چې ورستانه شي.

د شمالي وزیرستان د مده‎خېلو اوسېدونکی امرالدین وزیر وايي، پاکستان دا دوه درې میاشتې د ستنېدو یوه، بله نېټه ورکوي، خو په عمل کې يې لارې بندې ساتلي دي.

خوست کې وزیرستاني کډوال
خوست کې وزیرستاني کډوال

امرالدین زیاتوي، دوی سره دې سیاسي چال نه‎کېږي او د ستنېدو دقیقه نېټه دې ورته اعلان شي.

دی وايي:

"زموږ خلکو دلته کورونه ړنګ کړي او لمر ته ناست دي، لارې ټولې راپسې بندې دي، انګورو اډه بنده ده، علیزیو لاره بنده ده، د شهر نو او خرلڅۍ لاره بنده ده، د تورخم لاره بنده ده، خلک ویزې لري او تګ راتګ کې يې ډېر مشکل دی، د پاکستان حکومت دې مهرباني وکړي سیاسي چال دې راسره نه‎کوي د واپسۍ تاریخ دې راته اعلان کړي."

د خدرخېلو د قوم اوسېدونکی ملک سخي نواز هم امرالدین وزیر ته ورته نظر لري او وايي:

"د خپلو خلکو پارچې مې غلام خان ته رسولي، خو هغوی کم وخت راکړ چې تاسو به په یوه یا دوو هفتو کې خپل وطن ته رسېږئ، خو له هغې وروسته دوه درې میاشتې وشوې چې زموږ هېڅ پته نه‎لګېږي، زموږ په وطن بهادر خېلو کې ښه امنیت راغلی دی، زموږ زړه دا غواړي چې خپل وطن د غلام خان په لاره لاړ شو، موږ د پاکستان حکومت نه‌غواړو چې موږ سره په ستنېدو کې مرسته وکړي، که موږ خپلو سیمو ته لېږي، ځو او که د بنو کمپ ته مو لېږي، بیا هم ځو، موږ انکار نه‎دی کړی او اتلس سوه پارچې راسره دي."

د جلندر خان په نوم د مدخوزیو اوسېدونکی د افغان حکومت نه غواړي چې د دوی د کډو، څارویو، ګاډو او د کور د نورو توکو د بېرته ستنېدو لپاره نېږدې لاره ورکړي او له پاکستان حکومت هم غواړي چې کډوالو ته دې دوه ډوله ژبه نه‎کوي، بلکې حقیقي دې، د دوی ستنېدو ته لارې جوړې کړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د وزیرستانیو کډوالو د بېرته ستنېدو یا پاتې کېدو په باب د ځايي ادارې نظر داسې وړاندې کوي:

"موږ ژمن یو چې وزیرستاني کډوال که غواړي په خپله خوښه ستنېږي، نو تر خپلې پولې پورې به دوی لپاره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لازم سهولتونه برابروو، زموږ کشفي او امنیتي ارګانونه به د دوی په خدمت کې وي، زموږ ملکي ادارې به د دوی په خدمت کې وي، ان زموږ عام ولس چې دوی ته‌يې په اولو وختونو کې زیاته مینه ورکړې ده، اوس به هم دوی سره د وروڼو په څېر ځي او دوی به د وروڼو په څېر بدرګه کوي، موږ دوی سره په هره برخه کې د امکاناتو په چوکاټ کې مرستندویه یو، مرستندویه وو او مرستندویه به واوسو."

د یادونې وړ ده، د خوست په مرکز او ولسوالیو همدارنګه د ګربزو په ګلان کمپ کې د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې زیات شمېر يې ځانونه بایومیټریک کړي نه‎دي او له‎ دې کبله د ستونزو سره مخامخ دي.

سره له‎ دې چې تر دې مهاله د پاکستان د پوځیانو له‎خوا د خوست سره د لګېدلو قبایلي سیمو اصلي او فرعي لارې تړلې ساتل شوي، خو افغان حکومت وايي دوی د کډوالو په داوطلبانه ډول بېرته ستنېدو کې هېڅ ډول ستونزې نه‎لري او هغوی لپاره به د لارې په اوږدو کې د امکاناتو په کچه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG