د لاسرسي لېنکونه

د چهارشنبې په ورځ د خوست لسګونو مدني فعالانو چې په ترکیب کې یې یو شمېر نجونې او ښځې هم وې، د یوې غونډې له لارې د ځینو ناسمو دودونو پر وړاندې د جهاد او مبارزې اعلان وکړ.

دوی په بدو کې د نجونو ورکول، په کم عمر کې يې ودول، په جبر ودولو ته د کونډې مجبورول، زیات عمر لرونکو کسانو ته د نجونو ورکول، په واده او انتخاب کې د نجونو د موافقې او رضایت نه‌اخیستل او نور ناسم رواجونه په ټولنه کې د ډېریو ستونزو د پېښېدو لاملونه وګڼل.

د یادې غونډې یو تن تابیا کوونکي مدني فعال خان ولي عادل ازادي راډیو ته وویل چې دوی سره د خوست سلګونه مدني فعالان چې قومي مخور او دیني عالمان هم په‌کې دي، په‎ دې مبارزه کې ملګري دي.

د ده په وینا دوی غواړي، د دې مبارزې د یوې نتیجې په توګه په راتلونکو څو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ناسم دودونه په خوست کې په بشپړ ډول له‎منځه یوسي.

مدني فعال خان ولي عادل

مدني فعال خان ولي عادل

خان ولي عادل زیاتوي:

"موږ خوست کې د ناوړو دودونو پر ضد د جهاد اعلان وکړ، غواړو په اول ځل یوازې یو یا دوو ناوړه رواجونو څخه خوست پاک اعلان کړو، خوست کې دیني عالمانو او قومي مشرانو په‎ دې مبارزه کې موږ سره ګډون کړی دی او زموږ د مبارزینو ملګرو شمېر سلګونو کسانو ته رسېږي، موږ غواړو خلکو ته وښیو چې په یو مشخص زمان کې موږ دا تغییر راوستی او دا به د افغانستان خلکو ته روښانه کړو."

خان ولي عادل شاوخوا اووه کاله مخکې به انفرادي ډول د یو شمېر ناوړو رواجونو پر ضد مبارزه پیل کړه، سږ کال‌يې د څه مودې لپاره د ناوړه رواجونو پر ضد د کابل په زرنګار پارک کې د تحصن خیمه لګولې وه.

دی وايي، د دغه تحصن نتیجه ښه وه او د ولسي مبارزینو یو ګروپ ځینې جوړ شو چې اوس‎مهال هغو د افغانستان په کچه د ناوړو دودونو په مقابل کې مبارزه روانه کړې ده.

مدني فعال نصیر احمد روښان

مدني فعال نصیر احمد روښان

مدني فعال نصیر احمد روښان د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ناسمو دودونو کې کومې موضوعګانې مهمې بولي وايي:

"په بدو کې د نجونو ورکول، په کم عمری کې کوژده، د کونډو اجباري ودونه او دې ته ورته نور مثالونه چې دا مهال په پښتني او افغاني جامعه کې شته دي، د دغو بدو پدیدو پر وړاندې ډله‌ییزه مبارزه او بیا په‎ دې مبارزه کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو شریکول، تر څو له‎ دې لارې وکولای شو، د حل ممکنې لارې پیدا کړو."

د خوست یوه مدني فعاله فیروزه په یاد ولایت کې د ښځو د ژوندانه اړوند ځینې ناسم دودونه داسې یادوي:

"په ځینو لېرې پرتو سیمو کې اوس هم خلک د مشرانو په وینا باندې یا د دوی په پرېکړو باندې ښځې په بدو کې ورکوي، یا په ودولو کې د دوی نظر نه‌اخیستل کېږي، دا کس او کورنۍ چې هغه ته کوژده کېږي، ستا لپاره مناسبه ده او کنه، یا که په لوړ ولور ودېږي، نو بیا د خسرګنۍ په کور کې د نور تاوتریخوالي سره مخ کېږي او ورته وايي چې پر تا ولور ډېر اخیستل شوی دی."

د خوست یوه بله مدني فعاله بیا له حکومتي ادارو غواړي چې د یو شمېر ناسمو دودونو او ظالمانه پرېکړو په مخنیوي کې عملاً اقدام وکړي.

دا وايي:

"نوم مې حلیمه احساس دی، علماء او مشران باید یوازې د وینا پر ځای اصلاح د خپل کلي او کوره پیل کړي چې څرنګه د ناسمو دودونو او رواجونو مخه ونیسي، ځکه چې یو شمېر نجونې د دې رواجونو ښکار کېږي، لکه په بدو کې ورکول دي، په کم عمر کې زیات عمر لرونکي سړي ته ودول دي، کله چې په بدو کې ورکول شي، نو په هغه کور کې ظلم پرې کېږي او مجبورېږي چې ځان وژنه وکړي، نو د حکومتي ادارو څخه مې دا غوښتنه ده چې جدي اقدام وکړي او د ښځو پر وړاندې دا ستونزې له‎منځه یوسي."

د خوست یو تن دیني عالم مولوي عبدالقدوس وايي چې په بدو کې د ښځو ورکول د اسلامي ارشاداتو خلاف عمل دی او اوس وخت کې دا مسئله تر ډېره نه‌شته، همدارنګه د کورنۍ د نارینه‌و په شان ښځې هم د میراث حقدارې دي او په نه‌ورکولو يې مرتکب کس ګناهکارېږي.

دی وايي:

"د اسلام له نګاه څخه قطعاً دا نه‌شته چې څوک خپله خور او لور په بدو کې ورکړي، البته دا مسئلې پخوا وې، خو دا ۲۵، ۳۰ کاله دا خبرې په نهايي انداز له‎منځه وړل شوي دي، دا ستونزه شته چې ښځو ته په میراث کې حق نه‎دی ورکړل شوی، مګر د شریعت او اسلام له نظره خور، لور په میراث کې داخله ده."

د چارو کتونکي وايي چې په اوس وخت کې نه‌یوازې په ټولنه کې په دودیز ډول ځینې ناسم دودونه شته چې د اجتماعي ناخوالو لامل کېږي، بلکې د حاجیانو لپاره ډېر لګښتونه، په رواجي ډول د بې‌وسۍ با وجود مړو پسې سقاط، له حج وروسته او مړي پسې حتمي خیراتونه هم د خلکو لپاره کرار، کرار د ستونزو یوه برخه ګرځي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG